د ټولګټو وزارت وایي، چې په ۱۴۰۴ هـ.ش کال کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له څلورو بندرونو څخه د انتقالاتو په برخه کې د ۱۴۰۳ هـ.ش کال په پرتله ۳۹.۱ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
یاد وزارت زیاته کړې، چې په ۱۴۰۴ هـ.ش کال کې د حیرتان، آقینه، تورغونډۍ او د خواف–هرات لارې له لارې ټولټال شپږ میلیونه،۱۱۹زره او ۴۹۷ متریک ټنه انتقالات ترسره شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په ۱۴۰۳ هـ.ش کال کې د څلورو بندرونو له لارې ۴.۳ میلیونه متریک ټنه انتقالات ترسره شوي وو؛ خو په ۱۴۰۴ کال کې د انتقالاتو اندازه شپږ میلیونه، ۱۱۹زره او ۴۹۸ متریک ټنو ته رسېږي، چې دا د ۳۹.۱ سلنې زیاتوالی ښيي.
د ټولګټو وزرات د معلوماتو له مخې، د حیرتان بندر له لارې څلور میلیونه،۲۶۱ زره او ۹۹۱ ټنه، د آقینې بندر له لارې څلور میلیونه، ۷۲۲ زره او ۸۲ ټنه، د تورغنډۍ بندر له لارې اووه میلیونه، ۴۳۰ زره او ۱۲ ټنه او د خواف–هرات د اوسپنې پټلۍ له لارې شپږ میلیونه، ۴۲۲ زره او ۱۲ ټنه انتقالات ترسره شوي، چې په ټوله کې شپږ میلیونه، ۱۱۹ زره او ۴۹۸متریک ټنه نفتي، غیرې نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
همدارنګه په ۱۴۰۴ هـ . ش کال کې ۱۰۳ زره او ۹۴۴ واګونه او ۴۶۳۶ څلوېښت فوټه کانټینره سوداګري توکي وارد او صادر شوې، چې وارداتي توکي کې تېل، مایع ګاز، غنم، اوړه، غوړي، سمنټ، سرامیک کاشي، بوره، بلاست، کاغذ، سریښ، قیماق او نور خوراکي او ساختماني مواد دي.
دغهراز د صادراتو او ټرانزیټ په برخه کې، په ۱۴۰۴ کال کې ۷۴.۷۵۲ ټنه سوداګریز توکي صادر شوي، چې زیاتره یې وچه مېوه، وریجې، کچالو، معدني ډبرې، د هندوانې تخم، نخود، مس او د انارو جوس دي.
د ټولګټو وزرات وایي، چې د توکو د انتقالاتو د زیاتوالي او ودې لامل منظم پلان جوړونه، دوامداره څارنه، د زیربناوو پراختیا او د تخنیکي او اداري کارکوونکو د پرلهپسې هڅو پایله ده او د اصلاحاتو او خدمتونو د اسانتیا بهیر به دوام ولري.
دغهراز یاد وزارت تټینګار کړی، چې د لازمو تدابیرو په نیولو سره به شفاف، اغېزمن او معیاري خدمتونه لا ډېر برابر کړي او د عامه خدمتونو د پراختیا او ښه والي لپاره به عملي او دوامدار ګامونه پورته کړي.

