ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کندهار کې د سېلابونو د خبرداري درې سیستمونه نصب شول

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ریاست د KRO موسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ د سپین بولدک او ښکته شاه‌ولي‌کوټ ولسوالیو کې د سېلابونو د لومړني خبرداري درې سیستمونه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل.

د مسوولینو په وینا، دغه سیستمونه د اوبو کچه او چټکتیا اندازه کوي او د خطر په صورت کې د خبرداري زنګ په فعالېدو سره خلکو ته خبر ورکوي.

همداراز، د یادو سیستمونو د اغېزمنې کارونې لپاره پینځو تنو رضاکارانو ته اړینې ښوونې او روزنې هم ورکړل شوې دي.

د یادونې وړ ده، چې د دې پروژې موخه د سیمې د اوسېدونکو د خوندیتوب کچې لوړول او د سېلابونو د احتمالي زیانونو کمول دي.