ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د احصايې او معلوماتو ملي اداره: تېر کال نورستان کې څه‌باندې ۱۱ زره هېوادوالو ته د نفوسو د احوالو ثبت خدمتونه وړاندې شوي

د احصايې او معلوماتو ملي اداره وايي، چې د نورستان ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست په ‍‍۱۴۰۴ لمريز کال کې ۱۱ زره او ۴۷۰ هېوادوالو ته د نفوسو د احوالو ثبت خدمتونه وړاندې کړي دي.

یاده اداره زیاتوي، چې په دې خدمتونو کې د پینځه زره او ۲۸۷ برېښنایي او پینځه زره او ۲۸۹ کاغذي پېژندپاڼو وېش او ۵۱۰ کسانو ته د ژوند پېښو د ثبت خدمتونه او همدارنګه ۳۸۴ کسانو ته د تابعیت پېژندپاڼو اصلاحي خدمتونه هم وړاندې شوي دي.

د نورستان ولايت د احصايې او معلوماتو رییس مولوي قدرت‌الله شمشېر وايي؛ چې په دې ولایت کې د برېښنایي پېژندپاڼو دوې وېش څانګې فعالې دي چې یوه یې په پارون ښار او بله هغه په کامدېش ولسوالۍ کې موقعیت لري او د پارون ښار په وېش څانګه کې د نویو پېژندپاڼو پر وېش سربېره تر وېش وروسته خدمتونه هم هره ورځ ښځینه او نارینه مراجعینو ته وړاندې کېږي.

له بل لوري تېر کال په دې ولایت کې د روغتیا سروې‌ تطبیق شوې او مراجعینو ته د اسانتیا په موخه ځینې پراختیايي پروژې هم پلې شوې دي.