د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رییس ملا عبدالحق همکار تاجیکستان ته د خپل رسمي سفر پر مهال د کاسا-۱۰۰۰ پروژې د پرمختګ، شته ننګونو او د پلي کېدو د بهیر د ارزونې په موخه د (KEC) قراردادي شرکت له مسوولینو سره ګډه ناسته کړې ده.
د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې، په دې ناسته کې د پروژې د چارو پر چټکتیا، د قراردادي شرکتونو د ستونزو پر حل او د تخنیکي همغږۍ پر پیاوړتیا ټینګار شوی دی. همداراز د پروژې د پر وخت پلي کېدو لپاره د ګډو هڅو او منظمې همغږۍ پر اړتیا هم خبرې شوې دي.
ملا عبدالحق همکار د پروژې په پرمختګ کې د قراردادي شرکت هڅې ستایلې او ویلي یې دي، چې د انرژۍ په سکتور کې اغېزمن کار او همغږي کولای شي د هېواد د اقتصادي ودې او ثبات لپاره مهم بنسټ کېږدي.
بلخوا، د قراردادي شرکت مسوولینو د کاسا-۱۰۰۰ پروژې ستراتیژیک اهمیت ته په اشارې سره ډاډ ورکړی، چې د چارو د چټکتیا، تخنیکي همغږۍ او پر وخت بشپړېدو لپاره به خپلې هڅې لا پیاوړې کړي.
د يادونې وړ ده، چې کاسا-۱۰۰۰ پروژه د مرکزي او جنوبي اسیا ترمنځ د برېښنا د لېږد له مهمو سیمهییزو پروژو څخه ده، چې د افغانستان په ګډون په اړوندو هېوادونو کې یې عملي چارې روانې دي.

