د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ له رییس عرفات جمال سره په لیدنه کې د راستنېدونکو افغان کډوالو په اړه خبرې کړي.
ښاغلي عرفات جمال ویلي، د افغان کډوالو د ستونزو د حل نړۍوال ګروپ مشرتابه د افغان راستنو شویو د ستونزو د حل په موخه د مالي امکاناتو د جلب هڅې پیل کړې دي او نږدې راتلونکي کې به افغانستان ته سفر وکړي.
ښاغلي جمال زیاته کړې، په هرات او مزار شریف ښارونو کې یې د غالیو د اوبدلو دوه لویې کارخونې جوړې کړي؛ ترڅو سلګونو راستنو شویو افغانانو ته پکې کاري فرصتونه برابر شي.
مولوي عبدالکبیر ویلي، چې لا هم افغان کډوال په زاخېلو او حمزه کمپونو کې د ثبت له ستونزو سره مخ دي او خدماتو ته لاس رسی نه لري.
دغه راز نوموړي په هېواد کې د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په برخه کې د ملګرونو ملتونه له هڅو ملاتړ وکړ او زیاته یې کړه، چې د کډوالو په برخه کې د نړۍوالو ادارو د مسوولینو د راتګ هرکلی کوي.

