د ریاستالوزرا مقام د دفتر عمومي رییس، ډاکټر ملا عبدالواسع، د ګرځندوی شرکتونو د سرتاسري اتحادیې له مسؤلینو او غړو سره وکتل.
د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د یادې اتحادیې استازو ویلي، افغانستان د تاریخ، کلتور، طبیعي ښکلا او ستراتیژیک موقعیت له پلوه بېساری هېواد دی.
د استازو په وینا، که د ګرځندوی پر وړاندې شته ستونزې حل او لا زیاتې اسانتیاوې برابرې شي، افغانستان به د سیمې او نړۍ په کچه پر یوه مهم سیاحتي مرکز بدل شي، چې له امله به یې هېوادوالو ته کاري فرصتونه هم رامنځته شي.
نوموړو همداراز د ګرځندوی شرکتونو د جوازونو د ورکړې او تمدید، د ادارو د دوامدارې همکارۍ، په تاریخي او تفریحي سیمو کې په نړیوالو ژبو د معلوماتي لوحو او بنرونو د نصبولو او ګرځندویانو ته د انلاین ویزو د ورکړې په برخه کې خپلې غوښتنې او وړاندیزونه په لیکلي ډول شریک کړل.
ورته مهال، ډاکټر ملا عبدالواسع په دې لیدنه کې ویلي، چې د سرتاسري امنیت ټینګښت او د نورو هېوادونو په پرتله د ګرځندوی ارزانه خدمات د دې لامل شوي، چې هېواد ته د ګرځندویانو شمېر زیات شي.
د ریاستالوزرا مقام د دفتر عمومي رییس زیاته کړې، چې په ځینو برخو کې شته تشو ته د اسلامي امارت مسؤلین متوجه دي او د حل لپاره یې عملي اقدامات کوي.
نوموړي د اتحادیې غړو ته په خطاب کې ویلي، چې د دوی موخه باید په تجارت او پانګونه کې د افغانانو ملاتړ او د هېواد ملي ګټو ته لومړیتوب ورکول وي.
په پای کې، ډاکټر ملا عبدالواسع د یادې اتحادیې مسؤلینو او غړو ته ډاډ ورکړی، چې غوښتنې او وړاندیزونه به یې د حل په موخه له اړوندو ادارو سره شریک کړي.

