ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي مطیع‌الحق خالص د سیمه‌ییزې ایکولوژیکي سرمشرییزې پرانیسته کې ګډون کړی

د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د سیمه‌ییزې ایکولوژیکي سرمشریزې پرانیستغونډه ترسره شوه.

په دې سرمشریزه کې د افغانستان د چاپېریال ساتنې ادارې عمومي رییس مولوي مطیع‌الحق خالص هم د افغانستان د چاپېریالي وضعیت مطرح کولو او د اقلیمي خطرونو د کمولو لپاره د همکاریو پراخولو په موخه ګډون کړی.

په غونډه کې د کوربه هېواد ولسمشر د اقلیمي بدلون پر وړاندې د ګډو اقداماتو پر اړتیا ټینګار کړی او ویلې یې دي د چاپېریالي ننګونو اغېزې له پولو هاخوا دي او د حل لپاره یې سیمه‌ییزه او نړیواله همکاري حیاتي ارزښت لري.

د ملګرو ملتونو استازو د اقلیم بدلون نړیوال ګواښ بللی او له هېوادونو یې وغوښتل چې د چاپېریال ساتنې په برخه کې خپلې ژمنې پیاوړې او عملي کړي.