ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په قزاقستان کې سیمه‌ییزه ایکولوژیکي سرمشریزه پای ته ورسېده

 د قزاقستان په پلازمېنه آستانه کې د اپرېل له ۲۲ تر ۲۴ پورې د سیمه‌ییزې ایکولوژیکي سرمشریزې (Regional Ecological Summit 2026) غونډه د چاپېریال ساتنې، اقلیم بدلون او د طبیعي سرچینو د مدیریت په اړه د مهمو پرېکړو په کولو سره پای ته ورسېده.

په دې سرمشریزه کې د منځنۍ اسیا هېوادونو استازو او نورو ګډونوالو د اقلیم بدلون پر وړاندې د ګډو اقداماتو پر پیاوړتیا، د اوبو سرچینو پر اغېزمن مدیریت، د شنو ټکنالوژیو پر پراختیا او د چاپېریالي ستونزو د حل لپاره پر سیمه‌ییزې همکارۍ ټینګار وکړ.

ګډونوالو د ۲۰۲۶ تر ۲۰۳۰ کلونو پورې د ګډو عملي پروګرامونو پر پلي کېدو او له نړیوالو بنسټونو سره د همغږۍ پر زیاتوالي هم هوکړه وکړه.

همداراز د ارال سمندر د ساتنې، د اوبو کمښت، د هوا د ککړتیا او د اقلیمي بدلون له امله د رامنځته کېدونکو خطرونو پر وړاندې د ګډو اقداماتو اړتیا مهمه وبلل شوه.

په تخصصي ناستو کې د کثافاتو مدیریت، دوراني اقتصاد، د ځمکې د تخریب او دښتې کېدو، او د اقلیم سره د سازګاره کرنیزو لارو چارو په اړه هر اړخیز بحثونه وشول.

ګډونوالو ټینګار وکړ، چې ډیجیټلي حللارې او د مصنوعي ځیرکتیا ټکنالوژۍ کولی شي د چاپېریالي مدیریت په ښه والي کې مهم رول ولوبوي.

په دې غونډه کې د اقلیمي تمویل د زیاتوالي، د سرحدونو پورې تړلې همکارۍ د پیاوړتیا او د طبیعي مناظرو د بیا رغونې اړتیا هم مطرح شوه.

د افغانستان اسلامي امارت پلاوي هم په دې سرمشریزه کې ګډون کړی و، چې مشري یې د چاپېریال ساتنې ادارې عمومي رییس مولوي مطیع‌الحق خالص کوله.

یاد پلاوي د افغانستان د چاپېریالي وضعیت او اقلیمي ننګونو په اړه معلومات وړاندې کړل او د سیمه‌ییزو همکاریو پر اهمیت یې ټینګار وکړ.

کارپوهان دا سرمشریزه د اقلیم بدلون پر وړاندې د سیمې هېوادونو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا او د ګډو حللارو د موندلو لپاره مهم ګام بولي.