ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د احصايې او معلوماتو ملي اداره: تېره کال سمنګان کې نږدې ۴۹ زره هېوادوالو ته د نفوسو د احوال ثبت خدمتونه وړاندې شوي

د احصايې او معلوماتو ملي اداره وایي، چې د سمنګان ولايت د احصايې او معلوماتو رياست په ۱۴۰۴ کال کې ۴۸ زره او ۸۴۰ هېوادوالو ته د نفوسو د احوال ثبت خدمتونه وړاندې کړي دي.

یاده اداره زیاتوي، چې په دغو خدمتونو کې د ۲۹ زره او ۳۷ برېښنایي، ۱۴ زره او ۴۷۵ کاغذي پېژندپاڼو، ۴۵۸ زېږون‌کارتونو او ۷۳۸ مړيني پارچو وېش، ۴ زره او ۱۳۲ کسانو ته د تابعيت پېژندپاڼې اصلاحي خدمتونه شامل دي.

د سمنګان ولايت د احصايې او معلوماتو رییس حبيب‌الرحمن وقاص وايي؛ چې په دې ولايت کې د برېښنایي پېژندپاڼو دوې وېش‌څانګې فعالې دي، چې په دواړو وېش‌څانګو کې نارينه او ښځينه مراجعينو ته د نويو برېښنایي پېژندپاڼو پر وېش سربېره تر وېش وروسته خدمتونو له برخې د مثنی پېژندپاڼو وېش هم ترسره کېږي.

له بل لوري، دې رياست تېر کال په احصايوي برخه کې له ۵۳۸ معياري فورمو څخه په ګټه‌اخيستو ټولنيز او اقتصادي ارقام او معلومات او پر دې سربېره يې په مياشتني ډول له بازار څخه د ۳۰۷ قلمه خوراکي او غیرې خوراکي توکو بيې له بازار څخه را ټولې کړې دي.