ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

له کندهاره متحده عربي اماراتو ته د ۲۰ ټنه الوچې د لېږد لړۍ پیل شوه

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، چې د یوه خصوصي شرکت په مالي ملاتړ له کندهار څخه د لومړي ځل لپاره د الوچې صادرات د متحده عربي اماراتو، په ځانګړي ډول دوبۍ بازار ته پیل شوي، چې ټولټال ۲۰ ټنه الوچه به دغه هېواد ته ولېږدول شي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، تر دې مهاله دوه ټنه الوچې صادرې شوي او پاتې صادرات به د راتلونکو شاوخوا شلو ورځو په موده کې بشپړ شي.

د صادرونکي خصوصي شرکت مرستیال سید حسین سعیدي ویلي، په پیل کې یې د بازار د ارزونې لپاره یو ټن الوچې دوبۍ ته صادرې کړې، چې د ده په وینا مثبتې پایلې یې لرلې.

نوموړي زیاته کړې، د بازار له ښه هرکلي وروسته د دویم پړاو صادرات هم پیل شوي او پلان لري چې ټول ۲۰ ټنه الوچې په نږدې ورځو کې دوبۍ ته ورسوي.

بل لور ته د کندهار بزګران وایي، د دوبۍ بازار ته د الوچو له صادراتو سره د دې محصول بیې لوړې شوي او د دوی عواید هم زیات شوي دي.

دغه‌راز دوی ټینګار کوي، چې بهرنیو بازارونو ته لاسرسی کولی شي د بزګرانو اقتصادي وضعیت لا ښه کړي.

ورته مهال کارپوهان هم باور لري، چې که د کندهار کرنیزو محصولاتو ته نړیوال بازارونه وموندل شي، نه یوازې به د بزګرانو عواید زیات شي، بلکې د هېواد د صادراتو کچه به هم لوړه او د کرنې سکتور به لا وده وکړي.