د پانګونې بینالوزارتي کمېټې نوبتي غونډه تېره ورځ سهشنبه (د غویي ۸مه) په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه، چې په کې د سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو پر یو شمېر طرحو بحث وشو.
د معلوماتو له مخې، غونډې ته د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د مالیې وزارت پر ځمکه، د بلخ ولایت په مزار شریف ښار کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت پر ځمکه او د جوزجان ولایت په شبرغان ښار کې د ښاروالۍ پر ځمکه د مارکېټونو د جوړولو طرحې وړاندې شوې.
له بحث وروسته، یادې طرحې د مالي، اقتصادي او تخنیکي ارزونو لپاره اړوندو ادارو ته وسپارل شوې او ټینګار وشو، چې خپلې ارزونې په ټاکلي وخت کې له کمېټې سره شریکې کړي.

