ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

وینزویلا کې د وروستیو زلزلو امله د مړو شمېر۹۲۰ ته لوړ شو

د رویټرز د راپور له‌مخې، وینزویلا کې د وړمې ورځې د پرلپسې زلزلو امله د مړو شمېر۹۲۰ تنو ته لوړ شوی دی.

د راپور پر اساس، لا هم ۱۷۲ کسان بند پاتې، ۳ زره او ۳۶۰ تنه ټپیان شوي او ۵۰ زره کسان لا درکه دي.

بلخوا د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې د يادو زلزلو له امله ګڼ شمېر کسان ټپیان شوي او سلګونه استوګنیزې ودانۍ ویجاړې شوي دي.

د راپورونو له مخې د پیښې په پایله کې لږترلږه ۲۵۰ استوګنیزې ودانۍ زیانمنې شوي یا په بشپړه توګه ویجاړې شوې دي.

د امریکا د ځمک‌پېژندنې ادارې د راپور له مخې، وړمه ورځ د رېښتر په کچه ۷.۲ او ۷.۵ درجې دوه پرلپسې قوي زلزلو د وینزویلا پلازمینې کاراکاس ته نږدې سیمې ولړزولې.