ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

شیخ شهاب الدین دلاور: اسلامي امارت بې‌بدیله نظام دی

شیخ شهاب الدین دلاور له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون په خبري ناسته کې ویلي، چې افغانستان کې د یوه امیر تر قیادت لاندې اسلامي نظام حاکم دی او هېڅوک یې نا فرماني نشي کولای.

ښاغلی دلاور  زیاته کړې، له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون د قانون له مخې هېڅوک نشي کولای چې راستنو شویو شخصیتونو ته ستونزې جوړې کړي.

شیخ شهاب‌الدین دلاور ویلي، اسلامي امارت وکولای شول، چې د خلکو ترمنځ ۴۸ کلن اختلافات پایته ورسوي.

ښاغلي دلاور زیاته کړې، دغه راز ټول هېواد کې سرتاسري امن، د ټولو قشرونو حقونو ته رسېدنه او بېلابیلې نورې هغه لاسته‌راوړنې دي چې د اسلامي امارت په راتګ سره تامین شوي.

نوموړي ویلي، له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون د خپلو خلکو د خدمت لپاره جوړ شوی او ټولو ته یې غېږ خلاصه ده.

له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون رییس شیخ شهاب‌الدین دلاور ویلي، اسلامي امارت بې‌بدیله نظام دی.

ښاغلي دلاور دغه څرګندونې د هېواد په کچه د ‌‌ډاډمن امنیت تامین، بیارغنیزو چارو، د نشه‌يي توکو پر وړاندې مبارزې او د روږدو درملنې برخه کې د اسلامي امارت لاسته‌راوړنو ته په اشارې کړې دي.