ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

پنجشېر کې د ۶۶ ډوله منرالونو د استخراج جواز د وېش لړۍ پيل شوې

د پنجشېر ځايي مسولین وايي، چې په دې ولایت کې د ۶۶ ډوله منرالونو د استخراج جواز د وېش لړۍ پیل شوې ده.

مسولین زیاتوي، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د تازه حکم او د کانونو او پټرولیم وزارت د کړنلارې له مخې، د زمردو او یاقوتو سربېره د نورو بېلابېلو قېمتي ډبرو د استخراج په برخه کې اسانتیاوې برابرې شوې دي.

د یادونې وړ ده، چې اوس مهال په پنجشېر کې د بیروج او ګرین ګارنیټ استخراج هم روان دی او شاوخوا ۲۰۰ کسان هم پکې په کار بوخت دي.