د ا فغانستان کرېکټ بورډ د شپږیزې کرېکټ لیګ په ترڅ کې د خوست ولایت په رحمت ولي مسرور کرکټ لوبغالي کې د یوې شل اوریزې لوبې لپاره د اوزبیکستان د کرېکټ ملي لوبډلې کوربه توب کوي.
د کرېکټ بورډ په وینا، دغه لوبه به د جولای میاشتې په ۱۰مه نېټه د سهار په ۹:۰۰ بجو د یوولسم پړاو اې انډ شپږیزه کرېکټ لیګ سوپرکولا سیالیو په لړ کې ترسره شي او د هېواد دننه او بهر به د بېلابېلو تلویزیوني او ډیجیټلي رسنیو له لارې په ژوندۍ بڼه خپره شي.
کرېکټ بورډ زیاته کړې، دا سیالي د افغانستان کرېکټ بورډ او د اوزبیکستان د کرېکټ فدراسیون ترمنځ د کرېکټ د پراختیا او همکارۍ د هغه تړون پر بنسټ ترسره کېږي، چې د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر په لومړیو کې د دواړو ادارو ترمنځ لاسلیک شوی و.
د افغانستان کرېکټ بورډ اجراییوي رییس نصیب خان ویلي:« افغانستان کرکټ بورډ ژمن دی چې د اوزبیکستان په څېر د کرېکټ له نويو او مخ پر ودې هېوادونو ملاتړ وکړي او خپلې تجربې او تخنیکي وړتیاوې ورسره شریکې کړي. افغانستان کرېکټ بورډ له دې وړاندې هم د ظرفیت لوړونې پروګرامونو له لارې د اوزبیکستان د کرېکټ فدراسیون غړو او یو شمېر لوبغاړو ته روزنیز ورکشاپونه برابر کړي دي. همدارانګه له دې وړاندې د اوزبېکستان یو شمېر چټکو توپ اچوونکو ته هم د افغانستان کرېکټ بورډ د چټکو توپ اچوونکو په ځانګړي کمپ کې د روزنې او پرمختګ فرصتونه برابر شوي وو.»
نوموړي زیاته کړې:«د افغانستان په اړه د اوزبېکستان پالیسي تل دوستانه پاتې شوې ده او په وروستیو کلونو کې دواړو هېوادونو په طبي، سیاسي او اقتصادي برخو کې خپلې اړیکې لا پیاوړې کړې دي. موږ باور لرو چې د کرېکټ د ودې او پراختیا په برخه کې د نږدې همکاریو له لارې به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا پسې ټینګې او پراخې شي.»
د یادونې وړ ده، چې د افغان یوولس کسېزې لوبډلې نوملړ به وروسته اعلان شي.

