ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

نړیوال بانک: د ايران د جګړې له امله به روان کال د انرژۍ بيې ۲۴ سلنه لوړې شي

نړیوال بانک په خپل وروستي راپور کې وړاندوینه کړې، چې د روان کال په ترڅ کې به د انرژۍ بیې د ایران د جګړې او د لېږد لارو کې د خنډونو له امله شاوخوا ۲۴ سلنه لوړې شي.

د راپور له مخې، په هرمز تنګي کې کړکېچونه او احتمالي بندښت نړیوالو بازارونو ته ستر زیان رسولی او د توکو لېږد یې له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.

یاد بانک همدارنګه خبرداری ورکړی، چې د دې حالت دوام کولای شي انفلاسیون رامنځته کړي او اقتصادي وده ورو کړي، په ځانګړي ډول مخ پر وده هېوادونو کې.