د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین د امریکا له ولسمشر، ډونالډ ټرمپ سره د ۹۰ دقیقو په یوه ټلیفوني اړیکه کې د نړیوالو مسایلو له دې ډلې اوکراین کې د احتمالي اوربند او د سولې بهیر او د ایران د وضعیت په اړه خبرې کړي.
د ټاس خبري اژانس د راپور له مخې، پوټین له کییف سره اوربند ته د چمتووالي ډاډ ورکړی او بل لوري ټرمپ د دغې جګړې د ژر پای ته رسېدو پر اړتیا ټینګار کړی دی.
ورته مهال، پوټین په دې ټلیفوني اړیکه کې ویلي، چې د ایران په خاوره کې هر ډول ځمکني عملیات په بشپړه توګه د منلو وړ نه دي او خطرناک یې بللي دي.

