د کابل ښار د شلمې ناحیې اړوند، له چهلدختران سیمې څخه د کابل–لوګر تر سړک پورې د ګلباغ سړک د څلورمې برخې د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي.
اړوند مسوولین وایي، ټاکل شوې دا پروژه تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
یاد سړک ۲۴۲۲ متره اوږدوالی او ۳۳ متره سور لري، چې د لښتیو، پلچکونو، پلیو لارو، ګلدانونو، څراغونو او د سړک د کرښو اچولو په ګډون طرحه شوی دی.
د معلوماتو له مخې، د ګلباغ سړک ټول اوږدوالی له دارالامان ماڼۍ څخه د کابل–لوګر تر سړک پورې څه باندې ۱۲ کیلومتره دی، چې په څلورو برخو کې ډیزاین شوی او د کابل لوېدیځ له سویل سره نښلوي.
تمه ده، د دې سړک په جوړېدو سره به د تګ راتګ په برخه کې د پام وړ اسانتیاوې رامنځته شي.

