د افغاني سرې میاشتې عمومي رییس، شیخ شهاب الدین دلاور، په خپل کاري دفتر کې له یو شمېر ازبکستاني سوداګرو سره د زړه او رواني ناروغانو لپاره د اړتیا وړ درملو د برابرولو او روغتیايي همکاریو د پراختیا په اړه لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې ښاغلي دلاور د افغاني سرې میاشتې د بشري او روغتیايي خدمتونو په اړه معلومات وړاندې کړي او ویلي یې دي؛ دې ادارې د سوري زړه ناروغانو د درملنې لپاره یو مجهز تخصصي روغتون جوړ کړی، چې په نږدې راتلونکي کې به خپل فعالیت پیل کړي او په کلني ډول به شاوخوا ۲۰۰۰ د سوري زړه ناروغانو ته د عملیاتو او درملنې خدمتونه وړاندې کړي.
نوموړي زیاته کړې، چې افغاني سره میاشت دا مهال د هېواد په بېلابېلو مرکزونو کې نږدې ۱۵۰۰ رواني ناروغان تر درملنې لاندې لري او څه د پاسه ۱۵۰۰ نورو ناروغانو ته په خپلو کورونو کې روغتیايي خدمتونه او دوامداره درمل وړاندې کوي.
دغهراز ښاغلي دلاور له ازبکستاني سوداګرو غوښتي، چې د زړه او رواني ناروغانو لپاره د اړتیا وړ درملو د برابرولو او د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا په برخه کې له افغاني سرې میاشتې سره همکاري وکړي.
له بلېخوا ازبکستاني سوداګرو د افغاني سرې میاشتې د بشري او روغتیايي فعالیتونو ستاینه کړې او ډاډ یې ورکړی، چې د یادو ناروغانو لپاره د اړتیا وړ درملو د برابرولو په برخه کې به له دې ادارې سره اړینه همکارۍ وکړي.
دغهراز په پای کې دواړو لوریو د روغتیايي همکاریو د پراختیا، د درملو د تامین او د اړمنو ناروغانو د درملنې په موخه د اسانتیاوو د پیاوړتیا لپاره د ګډو همکاریو پر دوام ټینګار کړی.

