ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د شیخ شهاب الدین دلاور او د بریتانیا ځانګړي استازي لیدنه؛ د بشردوستانه همکاریو پر پراختیا خبرې شوي

د افغاني سرې میاشتې عمومي رییس شیخ شهاب الدین دلاور د بریتانیا له ځانګړي استازي ریچارډ لیندسي سره لیدنه کې د بشردوستانه همکاریو د پراختیا، د بې‌ځایه شویو کورنیو او راستانه شویو کډوالو د ملاتړ په اړه خبرې کړې دي.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د مرستو د زیاتوالي او د اړمنو کسانو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو پر لارو چارو بحث کړی دی.

شیخ شهاب الدین دلاور د دې ادارې د روانو فعالیتونو په اړه معلومات ورکړي او ویلي یې دي، دا مهال په اوو زونونو کې د رواني ناروغانو د درملنې مرکزونه فعال دي او زرګونه کسان تر درملنې لاندې دي.

نوموړي همداراز د زړه سوري لرونکو ماشومانو لپاره د ځانګړي روغتون د جوړېدو خبر ورکړی، چې په وینا یې هر کال به زرګونه ماشومان پکې جراحي عملیات ترلاسه کړي.

بلخوا، د بریتانیا ځانګړي استازي د افغاني سرې میاشتې فعالیتونه ستایلي او ډاډ یې ورکړی، چې هېواد به یې خپلې بشردوستانه مرستې له دې ادارې سره جاري وساتي.