ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اوبو او انرژۍ وزیر بلخ کې د امو سیند له زیانمنو شویو سیمو څخه  لیدنه کړې

د اوبو او انرژۍ وزیر ملا محمد یونس اخوندزاده بلخ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت په شورتیپې ولسوالۍ او حیرتان ښارګوټي کې د امو سیند له زیانمنو شویو سیمو څخه لیدنه کړې ده.

په دې سفر کې د اوبو مرستیال مجیب‌الرحمن عمر اخوندزاده، د بلخ مرستیال والي ملا نورالهادي ابو ادریس او یو شمېر نورو سیمه‌ییزو مسوولینو هم ګډون درلود.

ملا محمد یونس اخوندزاده د دې لیدنې پر مهال ویلي، د امو سیند د غاړو بنسټیز تحکیمات د وزارت له لومړیتوبونو څخه دي او د زیانونو د مخنیوي لپاره به بنسټیز او دوامداره پلانونه ترتیب او په نږدې راتلونکي کې عملي شي.