ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

خوست کې څه‌باندې ۱۲ زره جریبه ځمکه امارتي اعلان شوه

د عدلیې وزارت وایي، چې د مرکزي زون د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسېدنې اختصاصي محکمې په خوست ولایت کې ۱۲ زره او ۵۰۵ جریبه ځمکه امارتي تثبیت کړې ده.

د معلوماتو له مخې، یاده ځمکه د اسماعیل‌خېلو او مندوزیو ولسوالۍ د مندوزیو صحرا کلي کې موقعیت لري، چې د اسنادو او مدارکو تر دقیقې ارزونې وروسته یې د دولت ملکیت وپېژندل شو.

یاده قضیه تر دې وړاندې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون له لوري څېړل شوې وه، خو د یو شمېر کسانو د ملکیت د ادعاوو له امله د قانون له مخې اختصاصي محکمې ته راجع شوې وه.

اختصاصي محکمې د مدعیانو اسناد، املاکي دفاتر او د اړوندو ادارو معلومات له هر اړخه وڅېړل او پایله یې دا وه چې دا ځمکه بلندآبه او لامزروع ده او په کادستري اسنادو کې هم د دولت په نوم ثبت شوې ده.

د محکمې په پرېکړه کې راغلي، چې اړوند کمېسیون دې د اصولو سره سم د یادې ځمکې په اړه لازم اجراآت ترسره کړي.

چارواکي وایي، په ټول هېواد کې د امارتي ځمکو د تثبیت، بررسۍ او استرداد بهیر روان دی او اړوندې ادارې د اسنادو تر دقیقې څېړنې وروسته پرېکړې کوي.