ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اقتصادي کمېسیون په وروستۍ ناسته کې ۱۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې تایید شوي

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت وایي، د اقتصادي کمېسیون په وروستۍ ناسته کې ۱۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې تایید شوې او اړوندو ادارو ته یې د عملي کېدو لارښوونه شوې ده.

د معلوماتو له مخې، په دغو پروژو کې د برېښنا، کانونو، اوبو لګولو او زیربنایي برخو مهمې طرحې شاملې دي، چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې به پلي شي.

یاد معاونیت زیاته کړې، چې په تایید شویو پروژو کې د ننګرهار په شیخ مصري سیمه کې د لمریزې برېښنا تولید، د هرات، فراه او نیمروز ولایتونو ته د برېښنا د لېږد پروژې، د کندهار او هلمند په ځینو ولسوالیو کې د برېښنا شبکو پراختیا او د کندهار د څښاک اوبو اړوند پروژې شاملې دي.

همداراز، د فاریاب په پښتون‌کوت ولسوالۍ کې د خښتو پخولو پروژه، د سرپل د کانونو اړوند پروژې او د نیمروز په مرکز کې د یو شمېر مهمو تاسیساتو جوړول هم د یادو طرحو برخه جوړوي.

د چارواکو په وینا، د دغو پروژو پلي کېدل به د برېښنا تولید او وېش کچه لوړه کړي، د اوبو لګولو او بنسټیزو خدمتونو وضعیت به ښه کړي او په سیمه‌ییزه کچه به د اقتصادي ودې او کاري فرصتونو رامنځته کېدو ته زمینه برابره کړي.

چارواکي زیاتوي، دا پرېکړې د اقتصادي پرمختګ، د زیربناوو د پیاوړتیا او د خلکو د ژوند د اسانتیاوو د زیاتوالي په موخه شوې دي. د یادونې وړ ده، چې یادې پروژې د اسلامي امارت له بودیجې څخه تمویلېږي