ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي د خوړو نړیوال پروګرام له اجراییوي مرستیال سره د بشري مرستو او کاري فرصتونو په اړه خبرې کړي

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) له اجراییوي مرستیال کارل سکاو او په افغانستان کې د دغه سازمان له مسوول جان ایلیف سره په لیدنه کې د سیمه‌ییز اقتصاد پر پیاوړتیا، له اړمنو خلکو د ملاتړ او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په اړه خبرې کړې دي.

په دې لیدنه کې کارل سکاو د اسلامي امارت له همکاریو مننه کړې او ویلي یې دي، چې د خوړو نړیوال پروګرام به د جګړو او طبیعي پېښو له امله له زیانمنو شویو کورنیو او همداراز په خوارځواکۍ اخته ماشومانو ملاتړ ته دوام ورکړي.

نوموړي زیاته کړې، چې له کورنیو تولیداتو ملاتړ، د افغانستان له شته ظرفیتونو ګټه اخیستل او د افغانانو د ځان‌بسیاینې لپاره هڅې د WFP له مهمو لومړیتوبونو څخه دي، او دغه سازمان هڅه کوي د کاري فرصتونو په رامنځته کولو سره له افغانانو سره لا ډېره همکاري وکړي.

کارل سکاو همداراز ویلي، چې د ځینو ستونزو سربېره به WFP له افغانانو سره د لا ډېرو مرستو د جلب لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

بل‌خوا، مولوي عبدالسلام حنفي د خوړو نړیوال پروګرام د همکاریو ستاینه کړې او ویلي یې دي، چې افغانان د جګړو، سېلابونو او زلزلو له امله سخت زیانمن شوي او اړینه ده چې اړوند بنسټونه د هغوی ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي.

نوموړي هېواد ته د کډوالو پراخ بېرته راستنېدو ته په اشارې ویلي، چې په تېرو پینځو کلونو کې له پنیځو میلیونو ډېر افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي، چې له نېکه‌مرغه د اسلامي امارت له لوري یې ستونزو ته رسېدنه شوې ده.

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال بېرته راستنېدونکو ته د کاري فرصتونو پر رامنځته کولو ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د کورنیو ظرفیتونو او بشري سرچینو کارول کولی شي د هېواد اقتصادي وضعیت په ښه کولو کې اغېزمن رول ولوبوي.

همداراز، په افغانستان کې د WFP مسوول جان ایلیف د دغه سازمان د روانو فعالیتونو او پروګرامونو په اړه معلومات ورکړي او د اسلامي امارت د پراختیايي ملي ستراتېژۍ هرکلی یې کړی دی.

نوموړي ویلي، چې اوسمهال ټول بېرته راستانه شوي افغانان د خوړو نړیوال پروګرام له مرستو برخمن شوي او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو لپاره هم پراخ پروګرامونه تر کار لاندې دي.

د لیدنې په پای کې مولوي عبدالسلام حنفي په افغانستان کې د WFP د بشردوستانه مرستو قدرداني کړې او په دې برخه کې یې د اسلامي امارت د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.