ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ملا عبدالحق همکار او د ایران سفیر لیدنه؛ د افغانستان او ایران ترمنځ د برېښنايي همکاریو پر پراختیا ټینګار شوی

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ملا عبدالحق همکار په کابل کې د ایران له سفیر علي‌رضا بېګدلي سره په لیدنه کې د برېښنا انرژۍ، پانګونې او ګډو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې دواړو لوریو د ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا لېږد مزي پر طرحې، د بیا نوې کېدونکې انرژۍ پر پراختیا، د پانګونې پر فرصتونو او د انرژۍ په برخه کې د ګډو همکاریو پر پیاوړتیا بحث کړی دی.

ملا عبدالحق همکار ویلي، افغانستان د انرژۍ سکتور کې د پانګونې لپاره مناسب فرصتونه لري او اړتیا ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري لا پراخه شي.

نوموړي همداراز د ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا لېږد مزي د غځولو پر اهمیت ټینګار کړی، څو په راتلونکي کې د انرژۍ د تبادلې لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې شي.

بل‌خوا، په کابل کې د ایران سفیر علي‌رضا بېګدلي ویلي، هېواد یې غواړي له افغانستان سره اقتصادي، سوداګریزې او د انرژۍ اړوند اړیکې لا پراخې کړي.

 نوموړي زیاته کړې، چې د بیا نوې کېدونکې انرژۍ په برخه کې د ګډو همکاریو لپاره مناسب فرصتونه رامنځته شوي دي.

د ایران سفیر همداراز د افغانستان برېښنا شرکت له عمومي اجرابیوي ربیس څخه غوښتي، چې ایران ته سفر وکړي، ترڅو د ګډو همکاریو په تړاو تخنیکي بحثونه او اړین اقدامات پر وخت ترسره شي.

د ناستې په پای کې د افغانستان برېښنا شرکت له لوري د بدخشان له قیمتي لاجورد څخه جوړه شوې ډالۍ د ایران سفیر ته ورکړل شوه او دواړو لوریو د دوامداره ناستو او نږدې همغږۍ پر دوام ټینګار وکړ