ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ډونالډ ټرمپ له شي جين پينګ سره لیدنه وکړه

د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ چین ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې هېواد له ولسمشر شي جین پینګ سره لیدنه وکړه.

ډونالډ ټرمپ د نوموړي د هرکلي په مراسمو کې د امریکا او چین اړیکې «بې‌سارې» وبللې او زیاته یې کړه، چې د دواړو هېوادونو اړیکې به تر بل هر وخت لا ښې شي.

ورته مهال، د چین ولسمشر شي جین پینګ وویل، امریکا او چین باید د سیالانو پر ځای همکاران واوسي. نوموړي د دواړو هېوادونو اړیکې د نړۍ لپاره ګټورې او ارزښتناکې وبللې.

دا په داسې حال کې ده، چې د رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی و، چې له ایران سره د امریکا او اسرائیلو جګړې چین ته د ډونالډ ټرمپ سفر تر خپل سیوري لاندې راوستی دی.

راپور کې زیاته شوې وه، چې ټرمپ به د دغه سفر پر مهال هڅه وکړي، څو له ایران سره د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د بیجینګ ملاتړ ترلاسه کړي.

خو بلخوا د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي د امریکا او ایران کړکېچ ته په اشاره وایي، چې د جګړې دوام کولای شي په منځني ختیځ کې د هېوادونو اړیکې او ایتلافونه بدل کړي