ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ریاست الوزرا اداري مرستيال په مشرۍ د روغتيايي خدمتونو د ښه والي او پراختیا په موخه غونډه شوې

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د عامې روغتیا، دفاع، کورنیو چارو، لوړو زده‌کړو، مالیې وزارت او استخباراتو عمومي ریاست استازو ترمنځ په روغتیايي سکټور کې د نوښت او غوره خدمتونو برابرولو په موخه د همغږۍ غونډه شوې.

په دې غونډه کې د هېواد د روغتیايي سکتور د کیفیت ښه والي او غوره خدمتونو وړاندې کولو لپاره د موثرو حل لارو او د روغتیایي چارو د مدیریت پر وړاندې د شته ننګونو او خنډونو په اړه خبرې شوې دي.

یاده غونډه کې هېوادوالو ته د درملنې لازمو اسانتیاوو برابرولو، په معیاري طبي وسایلو او تجهیزاتو د روغتونونو سنبالولو، په امارتي او خصوصي روغتونونو کې د مړینې پېښو د کمولو، د ماشومانو د روغتیایي برخو د پیاوړتیا، د ناروغیو وقایې ته په پاملرنې، په لیرې پرتو ولایتونو او ولسوالیو کې د روغتیایي مرکزونو په پیاوړتیا، په امارتي روغتونونو کې د سرطان ناروغي د تشخیص او درملنې په برخه کې د همغږي رامنځته کولو او د ناروغانو د درملنې په برخه کې د اسانتیاوو په رامنځته کولو ټینګار شوی.

دغه‌راز په دې ناسته کې دروغتیایي کادرونو د ظرفیت لوړولو، ډاکترانو او روغتیایي کارکوونکو ته د روزنیزو برنامو، په روغتیایي مرکزونو کې متخصصینو ته د کاري زمینې برابرولو، ناروغانو او د هغوی پایوازانو ته په روغتونونو کې د مناسب محیط برابرولو او همدارنګه له هغوی سره د ډاکترانو او روغتیایي کارکوونکو د نېک چلند په اړه هراړخیز بحث او ارزونه شوې او په دې هکله تصمیمونه نیول شوي دي.

په پای کې جلا کمېټو ته دنده سپارل شوې، چې د روغتیایي خدماتو د ښه والي په برخه کې خپلې حل لارې ترتیب او تنظیم کړي او راتلونکو غونډو ته یې وړاندې کړي.