ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د مولوي عبدالکبیر او د ترکیې ډیپلوماټیک ماموریت مشر لیدنه؛ دوه‌اړخیزو همکاریو او د افغان کډوالو پر ستونزو خبرې شوي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر په کابل کې د ترکیې د ډیپلوماټیک ماموریت له مشر ښاغلي سادین ای یلدز سره په لیدنه کې د دوو اړخېزو همکاریو د پراختیا او په ترکیه کې د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په اړه خبرې کړې دي.

ښاغلي ای یلدز ویلي، افغانستان د ترکیې د دولت لپاره ځانګړی ارزښت لري او دا مهال د حکومتي مرستو تر څنګ ځينې ترک غیرې دولتي بنسټونه او ادارې هم په افغانستان کې اړمنو ته د مرستو رسولو او پراختیايي چارو کې بوختې دي.

د نوموړي پر وینا، چې ترکیه د باثباته او پر خپلو پښو ولاړ افغانستان ملاتړ کوي او باور لري، چې افغانستان د سیمه ييز اتصال په برخه کې مهم ځای لري.

ښاغلي ای یلدز څرګنده کړې، چې انقره د افغانستان د ستونزو د حل په برخه کې د خبرو پلوې ده او په دې تړاو خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

نوموړی دغه راز ویلي، چې د ترکیې حکومت یوازې د مالدارۍ په برخه کې ۲۰زره افغان وګړو ته کاري وېزې ورکړې دي او هڅه کوي، چې ناقانونه کډوالۍ ته حل لارې ولټوي.

همدارنګه د ناستې پر دوام ښاغلي سادین ای یلدز د کابل او اسلام اباد د اړیکو پر پراختیا او همکاریو ټينګار کړی.

ورته مهال مولوي عبدالکبیر په کابل کې د ترکیې د ډيپلوماټیک ماموریت مشر او ورسره مل همکارانو ته ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، په بېلابېلو برخو کې یې د ترکیې هېواد له مرستو او همکاریو مننه کړې ده.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر ویلي، چې د کابل او انقرې اړیکې تل د متقابل احترام او همکاریو پر بنسټ مخکې روانې دي او هيله یې څرګنده کړې ده، چې د دواړو هېوادونو اړیکې به لا نیږدې او پراختیا ومومي.

مولوي عبدالکبیر څرګنده کړې، چې افغانستان د بشپړ امن او ثبات په ترلاسه کولو سره ګڼ فرصتونه لري او هڅې روانې دي، چې افغانستان د سیمې د اتصال مهمه او فعاله برخه شي.

نوموړي د افغان او ترک د خصوصي سکتورونو پر همکاریو په ټينګار سره، په ترکیه کې د افغان کډوالو ځينو ستونزو ته د رسېدنې یادونه کړې او ویلي یې دي، چې اسلامي امارت د افغان کډوالو له داوطلبانه راتګ ملاتړ کوي.

د ناستې په پای کې یو ځل بیا ښاغلي وزیر د افغانستان او پاکستان ترمنځ په خبرو کې د ترکیې له منځګړیتوب خوښي څرګنده کړې او ترکیه یې د افغانستان دوست هېواد یاد کړی دی.