ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ډاکټر ملا عبدالواسع د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ له رییس سره لیدنه کړې

د رياست الوزرا مقام د دفتر عمومي رییس ډاکټر ملا عبدالواسع د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ رییس ښاغلي عرفات جمال سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې چې د رياست الوزرا عالي مقام د سیاسي او ولسي چارو رییس شیخ محمود ذاکري او مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت هم ګدون درلود، د افغان کډوالو د ستونزو او اجباري راستنېدنې، د اسلامي امارت له لوري د دوی د ښه مدیریت او همدارنګه په نږدې راتلونکي  کې افغانستان ته د د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د عمومي رییس د سفر په اړه خبرې شوې دي.

ښاغلي عرفات جمال د راستنېدونکو کډوالو د ښه مدیریت او همدارنګه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ سره د کډوالو په برخه کې د اسلامي امارت د اړینو همکاریو قدرداني کړې او همدرانګه یې افغانستان ته د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیوالې ادارې د عالي  کمیشنر راتلونکی سفر د افغان کډوالو د حقونو د ملاتړ، د نړیوالو مرستو د جلبولو، د اسانتیاوو د زیاتوالي او د هغوی د ستونزو د حل په برخه کې ګټور بللې ده.

عرفات جمال ویلي، په ۲۰۲۵ میلادي کال کې د نړۍ په کچه افغانستان ته زیات کډوال په اجباري توګه راستانه شوي او له نېکه‌مرغه افغانستان یې ښه هرکلی کړی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې د اسلامي امارت مسولینو هغوی ته ښه ترتیبات نیولي، د شپې تر ناوخته پورې ورته لازم خدمات او اسانتیاوې برابروي.

 ښاغلي جمال زیاته کړې، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنري هم له اسلامي امارت سره په ګډه همغږي د کډوالو لپاره لومړني خدمات او اسانتیاوې برابروي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ رییس ویلي، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنر د راتګ موخه له افغان مقاماتو او خلکو سره کتنه، له نږدې څخه د وضعیت لیدنه او پاکستانی لوری دېته  قانع کول دي چې د افغان کډوالود باعزته ستنېدو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

د رياست الوزرا مقام د دفتر عمومي رییس ډاکټر ملا عبدالواسع ښاغلي عرفات جمال ته د ښه راغلاست پرمهال افغانستان ته د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنر په راتلونکي سفر خوښي ښودلې او هیله یې څرګنده کړې، چې نوموړی د کډوالو په اړه خپل معلومات له افغان مقاماتو سره شریک او په دې برخه کې خپل مسولیتونه ترسره کړي.

ډاکټر ملا عبدالواسع ویلي؛ کډوالي یوه نړیواله، دوامداره او عمومي کشاله ده او پر افغانستان د یرغلونو له امله ګڼو افغانانو په پاکستان، ایران او نورو هېوادونو کې د کډوالۍ پرمهال  ډېرې ستونزې او سختۍ ګاللي او لا یې هم ګالي.

نوموړي زیاته کړې، کوم هېوادونه چې کډوالي مني، باید د کډوالو اړوند نړیوال اصول او قوانین مراعت کړي او د هغوی حقونو ته بشپړ درناوی وکړي. کوربه هیوادونه دې له کډوالو سره ناوړه، سیاسي او انتقامي چلند نه کوي او نه دې هم په زور او اجباري ډول ستنېدو ته مجبوروي.

ښاغلي واسع زیاته کړې، هغه نړیوالې ادارې چې د کډوالو په برخه کې فعالیت کوي، یوازې په نصیحتونو او سپارښتنو دې بسنه نه  کوي. په ډېر جرئت دې هغو هېوادونو ته د ملامتیا ګوته ونیسي چې له کډوالو سره ناوړه چلند کوي او د هغوی حقونه او نړیوال قوانین تر پښو لاندې کوي.

ډاکتر ملا عبدالواسع ویلي، افغانان چې په هر هېواد کې د کډوالۍ ژوند کوي، هغوی زموږ وروڼه دي او موږ یې تل په ورین تندي د راتګ هرکلی کوو، اما د څو لسیزو جګړو، ناکراریو، وچکالیو او نورو له امله لا هم په افغانستان کې ډېرې ستونزې شتون لري، خو د دې ټولو سربېره اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال په مشرۍ د راستنېدونکو کډوالو د ستونزو د حل په موخه عالي کمېسیون جوړ کړی، چې د کډوالو د ستونزو د حل او هغوی ته د لومړنیو اسانتیاوو او اړینو خدماتو د برابرولو دوامدارې هڅې، سفرونه او مجلسونه کوي.

نوموړي د کرښې هاغاړه د افغان کډوالو ستونزو ته په اشارې ویلي، هلته د کډوالو په برخه کې ډېرې داسې ستونزې شته چې په اسانۍ سره حلېدلی او مدیریت کېدلی شي. نړیواله ټولنه او مرستندویه هېوادونه دې له افغان کډوالو سره خپلې مرستې د کمولو پرځای زیاتې او دوامداره کړي.

دغه‌راز د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو کمیشنرۍ رییس ښاغلي عرفات جمال په تورخم او سپین بولدک کې د کرښې هاغاړه د افغان کډوالو شته ستونزو ته په اشارې ویلي، په اسلام اباد او کابل کې کې د دوی همکارانو له پاکستاني لوري او په کابل کې د پاکستان سفیر سره په هغه اړه خبرې کړي او هغوی ورسره د افغان کډوالو د یادو ستونزو د کمولو ژمنې کړې دي. موږ د افغان کډوالو وضعیت له نږدې څارو او وبه ګورو چې پاکستانی لوری څومره په خپلو ژمنو عمل کوي.

نوموړي زیاته کړې، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنري تل له افغانستان سره له هر ډول سیاسي ملحوظ پرته مرستې کړي او د افغان کډوالو تر ځای پرځای کېدو او د هغوی د ستونزو تر اساسي حل پورې به زموږ مرستې ادامه ولري. زموږ هڅه داده چې د افغانستان لپاره ترلاسه کېدونکې مرستې او بودجه په اغېزناک ډول ولګوو.

ډاکتر ملا عبدالواسع په پای کې له افغانستان او په ځانګړي ډول راستنوشویو افغان کډوالو سره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنري په ګډون د ټولو مرستندویه هېوادونو او موسسو  او افغان سوداګرو د مرستو قدرداني کړې او ټولو مرستندویه بنسټونو او ادارو ته یې په افغانستان کې د فعالیت پرمهال د لازمو اسانتیاوو د برابرولو ډاډ ورکړی دی.