ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

 د زوجینو د تفریق اصولنامه توشېح او په رسمي جریده کې خپره شوه

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د زوجینو د تفریق اصولنامه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی له خوا له توشېح څخه وروسته د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د شوال المکرم د میاشتې په ۲۱مه نېټه په ۱۴۸۹ ګڼه رسمي جریده کې خپره کړه. 

د عدلیې وزارت په وینا؛ د زوجینو د تفریق په اصولنامه کې یوه مقدمه، دوه بابونه، ۱۲ فصلونه او ۳۱ مادې شاملې دي چې په بېلابېلو حالتونو کې د زوجینو ترمنځ د تفریق شرطونه په کې بیان شوي او قاضي ته صلاحیت ورکړل شوی دی ترڅو د یادو شرطونو د شتون په صورت کې، هغو زوجینو ته چې تفریق لپاره مراجعه کوي، د تفریق حکم وکړي.

د دې اصولنامې په دوهم فصل کې د خیار بلوغ په سبب د تفریق اړوند حکمونه بیان شوي او د صغیر او صغیرې د نکاح د فسخې شرطونه او د فسخې اختیار په کې بیان شوي دي.

همدارنګه د نه کفائت، رضاعت، د مفقودوالي، د خلعې او غیابت، د متعنت والي، په مېړه کې د عیب د شتون، د ردت، له اسلام څخه د اعراض، لعان او ظهار په سببونو د زوجینو د تفریق شرطونه او څرنګوالی او نور متفرقه حکمونه د دې اصولنامې له نورو برخو څخه دي.