د روسې د اوسپنې پټلۍ شرکت ویلي، له ازبیک متخصصینو سره په ګډه د افغان ـ ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژې تخنیکي او اقتصادي مطالعات ترسره کوي.
ټولګټو وزارت وايي، د افغان ټرانس پروژه په سیمه کې مهمه پروژه ده چې په بشپړېدو سره به یې د افغانستان ستراتیژیک اهمیت او سوداګریزې اړیکې زیاتې او د لېږد لګښتونه کم شي.
د یاد وزارت په خبره د دې پروژې د تخنیکي مطالعاتو هوکړه لیک په کابل کې د افغانستان، اوزبیکستان او پاکستان تر منځ لاسلیک شوی چې ژر به یې عملي چاري پیل شي.
ورته مهال اقتصادي شنونکي وایي، دغه پروژه د منځنۍ اسیا هیوادونه له جنوبي اسیا سره نښلوي او له ټرانزیټي اړخه د افغانستان لپاره مهمه ده.
د یادونې وړ ده، چې د دغې پروژې موخه د افغانستان له لارې د منځنۍ او سویلي اسیا ترمنځ د اوسپنې پټلۍ دهلېز رامنځته کول دي چې د اوزبیکستان ترمذ ښار د مزارشریف او کابل له لارې د پاکستان پېښور سره نښلوي.

