د کرېکټبورډ له لوري نن (یکشنبه، د غويي ۲۷مه) د ننګرهار ولایت په غازي امان الله خان کرېکټ لوبغالي کې د افغانستان زونونو په کچه لېسټاې یو ورځنۍ سیالۍ پیل شوې.
په دغو سیالیو کې بندامیر، مسعینک، بست، سپینغر او امو زونونو ۵ لوبډلو ونډه اخیستې، چې د شاوخوا ۱۷ ورځو په موده کې به ټولټال ۱۶ سیالۍ نندارې ته وړاندې کړي.
د دې سیالیو ۱۳ لوبې په غازي امان الله خان او ۳ سیالۍ په نجیب الله ترکي کرېکټ لوبغالو کې ترسره کیږي.
د یادونې وړ ده، چې دغه سترې سیالۍ په ژوندۍ بڼه پر مليسپورټ خپریږي.

