ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملا عبداللطیف منصور په افغانستان کې د چین له سفیر سره په لیدنه کې د پراختیایي همکاریو پر پراختیا خبرې کړي

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ملا عبداللطیف منصور په کابل کې د چین سفیر ژاو شینګ او مل پلاوي سره لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د پراختیایي او بنسټیزو پروژو پر پراختیا خبرې کړې دي.

په دې لیدنه کې د چین سفیر د واخان سړک د خامه چارو له بشپړېدو خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې چین په افغانستان کې ګڼې پراختیایي او بنسټیزې پروژې په ښه کیفیت پلې کړې دي او په راتلونکي کې به هم د اسلامي امارت په همغږۍ خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

بلخوا د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ملا عبداللطیف منصور د چین له مرستو مننه کړې او ویلي یې دي، چې د واخان سړک په بشپړېدو سره افغانستان د لومړي ځل لپاره د ځمکې له لارې له چین سره ونښلول شو، چې دا د دواړو هېوادونو لپاره مهم پرمختګ ګڼل کېږي.

نوموړي همداراز له چین غوښتي، چې په افغانستان کې په ځانګړي ډول په وروسته پاتې سیمو کې د پراختیایي او بنسټیزو پروژو پلي کولو برخه کې خپلې همکارۍ لا پراخې کړي، څو د خلکو ستونزو ته رسېدنه وشي.