د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ نورمحمد ثاقب د یوه پلاوي په مشرۍ لوګر ولایت ته د سفر پر مهال د دغه ولایت له والي قاري صلاحالدین ایوبي، د ارشاد، حج او اوقافو له رییس، سیمهییزو مسولینو او یو شمېر علماوو سره لیدلي دي.
په دې لیدنه کې د دیني خدمتونو د پیاوړتیا، د جوماتونو د وضعیت د ښه والي، خلکو ته د سالم دیني پوهاوي د رسولو، د اوقافي ملکیتونو د ساتنې او د اسلامي او تاریخي آثارو د خوندي ساتلو په اړه خبرې شوې دي.
مولوي نورمحمد ثاقب ویلي، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د هېواد په کچه د دیني او ارشادي پروګرامونو د پراختیا، د جوماتونو د علمي رول د پیاوړتیا او د ټولنې د فکري او اخلاقي اصلاح لپاره دوامدار پروګرامونه تر کار لاندې لري.
نوموړي همداراز علما د اسلامي ارزښتونو د ساتنې او د ټولنې د یووالي مهم محور بللی او ټینګار یې کړی، چې علماء د خلکو ترمنځ د ورورولۍ او فکري رهبرۍ په برخه کې ستر مسولیت لري.
بلخوا د لوګر والي او نورو مسولینو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د هڅو ستاینه کړې او ډاډ یې ورکړی، چې د دیني شعائرو د پیاوړتیا او د اسلامي ارزښتونو د ساتنې په برخه کې به خپلې همکارۍ جاري وساتي.
د دې سفر په ترڅ کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر او مل پلاوي په لوګر ولایت کې رسول اکرم صلیالله علیه وسلم ته د منسوبو متبرکو اثارو (کمیس او خولۍ مبارکې) د ساتنې لپاره د جوړېدونکې ودانۍ له روانو چارو هم لیدنه کړې ده.
د یادې ودانۍ چارې، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم پر بنسټ د شاوخوا ۳۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له اوقافي بودیجې تمویلېږي، تر دې مهاله شاوخوا ۶۰ سلنه بشپړې شوې دي.
مولوي نورمحمد ثاقب د پروژې د ارزونې پر مهال د قراردادي شرکت مسولینو ته سپارښتنه کړې، چې چارې دې په ټاکلې موده، لوړ کیفیت او معیاري اصولو سره سم بشپړې شي، څو د اسلامي او تاریخي آثارو د ساتنې لپاره مناسب ځای رامنځته شي.

