ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه؛ کابل کې د تفریحي، ورزشي او سوداګریز کمپلکس په طرحو بحث شوی

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه تېره ورځ سه‌شنبه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د غویي میاشتې په ۲۹مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه.

د ریاست الوزار اقتصادي معاونیت ویلي، چې دې غونډې ته د تخار ولایت په مرکز تالقان ښار او د سرپل ولایت په مرکز کې د ښاروالۍ پر ځمکو د سوداګریزو مارکیټونو د جوړولو د طرحو مالي موډل له عامه او خصوصي مشارکت څخه بدیل شرعي عقد ته د اړولو په تړاو د چارو ادارې له خوا وړاندې شوي راپورونه تایید شول.

یاد معاونیت زیاته کړې، چې د پانګونې بین الوزارتي کمیټې دې غونډې ته همدا راز د کابل ښار په پینځمه ناحیه کې د دفاع وزارت په ځمکه د تفریحي، ورزشي او سوداګریز کمپلکس د جوړولو طرحه هم د بحث لپاره وړاندې شوه.

اقتصادي معاونیت په وینا؛ په غونډه کې تر بحث وروسته دا طرحه دفاع وزارت ته راجع شوه چې د مالي، تخنیکي او اقتصادي اړخونو له ارزولو وروسته دې خپل راپور د پانګونې له بین الوزارتي کمیټې سره شریک کړي.