د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رییس شيخ الحديث نورالحق انور د کابل ولايت نوي والي ملا محمد عيسی اخند د پېژندنې په غونډه کې ویلي، چې
اسلامي امارت کې په کار پوه، مخلصو او اطاعت کوونکو کسانو ته مسوليت ورسپارل کيږي.
نوموړي زیاته کړې، چې اسلامي امارت کې ټاکنې د شريعت مطابق کيږي او د حمد وثنا په ويلو يې زياته کړه چې د يو داسې دين پيروان يو چې له کوره تر حکومته د ژوند په ټولو چارو احتوا لري.
شيخ الحديث نورالحق انور په خپله وینا کې زیاته کړې، چې ولس د اسلامي امارت په مسولينو باور کړی او تر دې وړاندې نړۍ د اسلامي امارت د مسولينو پر سر لکونه ډالر انعام ايښی و، خو دې ولس خرڅ نه کړل، اعتماد يې پرې وکړ او خپلو کورونو کې يې ځای ورکړ.
د کابل ولايت نوي والي ملا محمد عيسی اخند یادې غونډې ته په وينا کې ویلي، چې دا ملت له څلوېښت کلونو ځورېدلی، د نړۍ زبرځواکونو پرې زور ازمایلی، خو دوی یې په میړانه مقابله کړې ده.

هغه وويل چې د هېوادوالو خدمت زموږ مسولیت دی، موږ به په خپل پوره توان او هڅو د دوی د ښه خدمت هڅې کوو او د کابل ولسونو څخه يې وغوښتل چې په دې لوی مسووليت کې ورسره مرسته او همکاري وکړي.
په دغه پېژند غونډه کې د کابل پخواني والي شيخ الحديث ندامحمد نديم پخپلو خبرو کې د کابل خلکو ته ډاډ ورکړ چې نوی والي به یې ښه خدمت وکړي.
ښاغلي نديم نوي والي ته په اشارې سره وويل چې تر اوسه يې د افغانستان لپاره لوی مسولیتونه تر سره کړي دي او د کابل د خلکو لپاره به ډېر کار وکړی شي