ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

پر اوکراین د روسيې په تازه بريدونو کې ۴ تنه وژل شوي او نږدې ۱۰۰ ټپيان دي

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې روسیې د اوکراین پر پلازمېنه کیېف او شاوخوا سیمو پراخه بریدونو کړي، چې پکې څلور تنه وژل شوي او نږدې ۱۰۰ نور ټپیان دي.

د راپور له مخې، پر کیېف ترسره شوي وروستي بریدونه د جګړې له پیله تر ټولو سخت بریدونه بلل شوي دي.

ورته‌مهال، د اوکراین ولسمشر، ولادیمیر زېلنسکي له نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه له اروپا او امریکا غوښتي چې د دغو بریدونو پر وړاندې غبرګون وښیي.