د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د بلوچستان ایالت په کوټه ښار کې د اورګاډي پر عامو مسافرو شوې چاودنه غندلې ده.
د یاد وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې په دغه برید کې ګڼ شمېر ولسي وګړو ته مرګژوبله اوښتې، چې د خواشینۍ وړ ده.
بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی، چې د ملکي وګړو مرګژوبله، که د هر چا له لوري او په هر ډول وي، د غندنې وړ ده.
همدارنګه یاد وزارت د قربانیانو له کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړې او هغوی ته یې د تسلیت مراتب وړاندې کړي دي.

