د چاپېریال ساتنې عمومي ادارې د نېکمرغه لوی اختر د رارسېدو په مناسبت هېوادوالو ته مبارکي ویلې او له خلکو یې غوښتي، چې د اختر په ورځو کې د چاپېریال پاکوالي او ساتنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
یادې ادارې په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې د اختر ورځې د خوښۍ، ورورولۍ، یووالي او ټولنیز مسولیت ورځې دي، نو ځکه باید خلک د پارکونو، شنو سیمو او عامه تفریح ځایونو پاک ساتلو ته جدي پام وکړي.
په اعلامیه کې زیاته شوې، پاک او سالم چاپېریال د الله تعالی لوی نعمت او د ټولو ګډه شتمني ده، له همدې امله هېوادوال باید له کثافاتو اچولو، د ونو او شنو ساحو له زیانمنولو او د عامه ځایونو له ککړولو ډډه وکړي، څو ښارونه او تفریحي سیمې پاکې او خوندي پاتې شي.
د چاپېریال ساتنې عمومي ادارې همداراز له خلکو غوښتي، چې د چاپېریالي اصولو مراعات خپل ملي، اسلامي او انساني مسوولیت وګڼي او له اړوندو ادارو سره همکاري وکړي.

