ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په بغلان کې مرګونو سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

د بغلان ولایت د مرکز پلخمري اړوند په کرکر، بند دو، زمان‌خېل، حسین‌خېل او بابا نظر سیمو کې د وروستیو سختو سېلابونو له امله خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.

د لومړنیو معلوماتو له مخې، په دغو سېلابونو کې لږ تر لږه ۱۱ کسان شهیدان شوي، شاوخوا ۳۰ تنه ټپیان او لسګونه کورونه بشپړ یا جزوي ویجاړ شوي دي. مسولین وایي، ښايي د مرګ‌ژوبلې شمېر نور هم لوړ شي، ځکه د زیانونو د ارزونې لړۍ لا روانه ده.

د بغلان ولایت مقام ویاند فاروقي خپلواک ویلي، چې د سېلابونو له امله تړل شوې لویې لارې د والي په ځانګړي لارښوونه بېرته د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې له پېښو سره د رسېدنې ریاست په همغږۍ د زیانمنو کورنیو د سروی او ارزونې چارې پیل شوې او ټاکل شوې د نن ورځې تر پایه لومړنۍ سروی بشپړه او د مرستو د وېش بهیر چټک شي.

د ښاغلي خپلواک په وینا، هغو کورنیو ته چې په تېرو سېلابونو کې زیانمنې شوې وې، نن مرستې وېشل کېږي او د پرونیو سېلابونو زیانمنو ته به سبا بیړنۍ بشري مرستې ورسول شي.

د معلوماتو له مخې، یوازې په تېرو شلو ورځو کې په بغلان ولایت کې د سېلابونو له امله ۲۲ کسان شهیدان شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.