ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

روسیې امریکا ته سپارښتنه کړې چې خپل ډیپلوماتان او وګړي له کیېف څخه وباسي

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، سرګي لاوروف د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مارکو روبیو سره په یوه ټلیفوني اړیکه کې ویلي، چې روسي ځواکونو د دې هېواد د ولسمشر، ولادیمیر پوتین په امر د اوکراین په پلازمېنه کیېف کې پر نظامي او د پرېکړو پر مرکزونو همغږي او هدفمند بریدونه پیل کړي.

د ټاس خبري اژانس راپور له مخې، لاوروف په دې ټلیفوني اړیکه کې ویلي، چې دغه بریدونه پر ملکي وګړو او د روسیې پر بنسټونو د اوکراین د بریدونو په غبرګون کې تر سره شوي.

د راپور له مخې، لاوروف دغه راز امریکا ته سپارښتنه کړې، چې د اوکراین له پلازمېنې څخه خپل ډیپلوماتیک کارکوونکي او وګړي وباسي.