ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

خوست کې د ۱۳۰ زره ډالرو په ارزښت د دوو پروژو چارې پیل شوې

یادې پروژې د خوست په   صبریو ولسوالۍ کې د ولایتي چارواکو لخوا پرنیستل شوې چې یوه د اوبو   کانال او بله یې د اوبو د زیرمې پروژه ده.

د یادو پروژو د پرانیستې پر مهال د خوست ولایت ځايي مسولینو وویل؛ دغه دوې پروژې چې یوه یې  د صبریو زمبر سیمه کې د ۴۳۰ مترو په اوږدوالي د کانال پروژه ده او بله یې واتر شیډ ( د اوبو زیرمه کولو) پروژه ده د ۱۳۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت جوړویږي او  ۱۴۱۶ کسانو ته د کار زمینه برابره وي او ترڅنګ به یې د کانال په بشپړیدو سره د یادې ولسوالۍ د نیږدې سیمو  ۷۷۴۵ جربیه کرنیزه ځمکه هم  خړوبه شي.

د مسولینو په وینا؛ په واټر شیټ ( د اوبو زیرمه کولو) پروژه کې به  ۶ زره مېوه لرونکو نیالګیو ته  ګوړي وکېندل شي ، د ځنګلونو د ساتنې  او د ځمکې لاندې اوبو د  تقویې په  برخه کې به رغنده رول ولري.

د خوست د اقتصاد ریاست رییس په خپله وینا کې د صبریو ولسوالۍ پر  ولسونو باندې غږ وکړ چې د  خپلمنځي اختلافاتو تیر شي او د پیل شویو پروژو نظارت وکړئ ترڅو اساسي ورغول شي او تر ډېره دوام وکړي.

د اقتصاد رییس ټینګار وکړ، چې  د کارونو  لومړیتوب یې خپلو ولسونو ته د کاري فرصتونه برابرول او د بې کارۍ کچه را ټیټه ول دي، ترڅو خلک له بې روزکارۍ خلاص او خپل اقتصاد ته وده ور کړي.