د ریاستالوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې له علي اباد او امیري کمپلکس روغتونونو څخه لیدنه وکړه.
د روغتیایي خدماتو، موجوده امکاناتو او د دې مرکزونو د فعالیتونو بهیر یې له نږدې وارزاوه.
د دې لیدنې په جریان کې د علي اباد او امیري کمپلکس روغتونونو مسئولینو د شته ظرفیتونو، خدماتو، طبي تجهیزاتو او اړتیاوو په اړه معلومات ورسره شریک کړل.
ښاغلي حنفي د نېکمرغه لوی اختر د مبارکي ترڅنګ د دې مرکزونو د مسئولینو، ډاکترانو او روغتیایي کارکوونکو د کوښښونو قدرداني وکړه، ناروغانو ته د معیاري او پر وخت خدماتو برابرولو په ارزښت یې ټینګار وکړ او روغتیا یې د ټولنې له مهمو او اساسي برخو څخه وبلله.
نوموړي زیاته کړه، د افغانستان اسلامي امارت د روغتیا سکتور پیاوړتیا، د روغتیایي خدماتو د کیفیت ښه والي او هېوادوالو ته د لازمو اسانتیاوو برابرولو ته ژمن دی.
مولوي عبدالسلام حنفي همدارنګه د دې مرکزونو له بېلابېلو برخو لیدنه وکړه، شته ستونزې او ننګونې یې واورېدې او اړوندو مسئولینو ته یې لارښوونه وکړه، چې له اړوندو بنسټونو سره په همغږي د ستونزو د حل، د اړتیا وړ تجهیزاتو د تامین، د خدماتو د ښه والي او ناروغانو او روغتیایي کارکوونکو ته د مناسب چاپېریال برابرولو لازم اقدامات وکړي.
په همدې ترتیب د علي اباد او امیري کمپلکس روغتونونو مسئولینو د اسلامي امارت د پاملرنې او ملاتړ قدرداني وکړه او ډاډ یې ورکړ چې هېوادوالو ته د غوره او موثرو خدماتو برابرولو په برخه کې به لازیاتې هڅې وکړي.

