د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد روسیې ته د سفر پر مهال، مسکو کې د افغانستان له سفارت څخه لیدنه وکړه او د سفارت له ډیپلوماتانو او کارکوونکو سره یې وکتل.
په مسکو کې د افغانستان سفارت وايي، چې ښاغلي مجاهد د منظمې همغږۍ او غوره استازولۍ له امله د سفارت د کارکوونکو هڅې ستایلي او د اغېزمنو او پر وخت قونسلي او اداري خدمتونو پر وړاندې کولو یې ټینګار کړی دی.

