د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد ویلي، له مسکو سره د نظامي تخنیکي هوکړې لاسلیکول د بل هېڅ هېواد پر ضد نه دي؛ بلکې د افغانستان د دفاع او امنیت ساتلو لپاره به وي.
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد د دفاع وزیر له قوله لیکلي، که نور هېوادونه هم له افغانستان سره ورته تړون لاسلیکول غواړي ورسره خبرې کولای شو.
دغه راز ښاغلي مجاهد په دې اړه اندېښنې بې ځایه بللي دي.

