د ارشاد، حج او اوقافو وزیر او په سعودي عربستان کې د افغانستان د حج بعثې عمومي رییس، شیخ نورمحمد ثاقب، د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د حج پروسې د بریالي پای ته رسېدو په مناسبت د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت له لوري د «ختامه مسک» تر سرلیک لاندې په مکه مکرمه کې جوړه شوې نړیواله غونډه کې ګډون کړی دی.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وایي، په دغې غونډه کې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د حج وزیرانو او لوړپوړو مسوولینو ګډون درلود.
د سعودي عربستان د حج او عمرې وزیر ډاکټر توفیق بن فوزان الربیعة د غونډې پر مهال د هېوادونو د حج بعثو هڅې او اغېزمن مدیریت وستایه او ویې ویل، چې د سږني حج مناسک د منظم، خوندي او بریالي ترسره کېدو په برخه کې د حج بعثو رول خورا مهم و.
نوموړي د افغانستان په ګډون د هغو هېوادونو د حج بعثو ځانګړې ستاینه وکړه، چې د حاجیانو د ستونزو د حل، معیاري خدمتونو د وړاندې کولو او د حج د مناسکو د بېلابېلو پړاوونو د مدیریت په برخه کې یې له سعودي چارواکو او خدماتي شرکتونو سره اغېزمنه همکاري کړې ده.
دغهراز د سعودي عربستان د حج او عمرې وزیر د ۱۴۴۸ هـ.ق کال د حج لپاره د چمتووالي اعلان وکړ او د راتلونکي حج د لومړنیو ترتیباتو سند او ټاکل شوی مهالویش یې د هېوادونو د حج بعثو مسوولینو ته وسپاره.
بلخوا د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ نورمحمد ثاقب د سعودي عربستان له حکومت، د حج او عمرې وزارت او خدماتي شرکتونو څخه د افغان حاجیانو لپاره د وړاندې شویو خدماتو او اسانتیاوو له امله مننه وکړه او د حج مناسکو د منظم او بریالي ترسره کېدو لپاره یې ترسره شوې هڅې وستایلې.
د یادونې وړ ده، چې مولوي نورمحمد ثاقب د غونډې په څنډه کې د یو شمېر هېوادونو د حج له وزیرانو او د حج بعثو له مسوولینو سره هم لیدلي او د حج چارو او دوهاړخیزو همکاریو په اړه یې ورسره خبرې کړې دي

