ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کرېکټ: ار سي بي د دویم پرله‌پسې ځل لپاره د هند غوره لیګ اتلولي خپله کړه

د هند کرېکټ غوره لیګ (IPL) د ۲۰۲۶ کال اتلولي د رویال چلنجرز بنګلور (RCB) لوبډلې په نوم ثبت شوه. دغې لوبډلې په پایلوبه کې ګوجرات ټایټنز ته په ماتې ورکولو سره د دویم پرله‌پسې ځل لپاره د سیالیو اتلولي خپله کړه.

د لوبې پچه ار سي بي وګټله او لومړی یې ګوجرات ټایټنز ته د توپ‌وهنې بلنه ورکړه.

ګوجرات ټایټنز د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۶ منډې جوړې کړې. د دغې لوبډلې له لوري واشنګټن سندر تر ټولو زیاتې ۵۰ ناسوځېدلې منډې وکړې. نېشات سېندو ۲۰، جاس بټلر ۱۹، ارشد خان ۱۵، سای سودرشن ۱۲ او شوبمن ګېل ۱۰ منډې جوړې کړې.

په ځواب کې ار سي بي ټاکل شوی هدف د اتلسم اوور په وروستي توپ د پینځو لوبغاړو په سوځېدو بشپړ کړ او اتلولي یې خپله کړه.

د ار سي بي له لوري راسخ سلام درې، بونېشور کمار دوه، جاش هېزلووډ دوه او کرونال پانډیا یوه وېکټه ترلاسه کړه.

د توپ‌وهنې په برخه کې ویرات کوهلي د ۷۵ ناسوځېدلو منډو په جوړولو د خپلې لوبډلې په بریا کې مهم رول ولوباوه او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو. د هغه ترڅنګ وېنکټېش ایر ۳۲، ټېم ډېوېډ ۲۴، رجت پټېدار ۱۵ او جېتېش شرما ۱۱ منډې وکړې.

په آی پي اېل کې د افغان لوبغاړو ګډون او ځلېدونکې کارکردګي!

د ۲۰۲۶ کال د هند غوره لیګ سیالیو کې څلورو افغان لوبغاړو ګډون کړی و او هر یوه د خپلې لوبډلې لپاره د پام وړ لوبې ترسره کړې.

راشد خان د ګوجرات ټایټنز لپاره په ۱۷ سیالیو کې ۲۱ وېکټې واخیستې او یو ځل بیا یې د نړۍ د مخکښو ورو توپ اچوونکو په توګه خپل وړتیاوې ثابتې کړې.

Screenshot

الله محمد غضنفر د ممبۍ انډینز لپاره په ۱۱ سیالیو کې ۱۵ وېکټې ترلاسه کړې او د خپلې لوبډلې د توپ اچونې په لیکه کې یې اغېزناک رول ولوباوه.

نور احمد د چینای سوپر کینګز لپاره په ۱۴ لوبو کې ۱۳ وېکټې واخیستې او د سیالیو په بېلابېلو پړاوونو کې یې مهمه ونډه درلوده.

عظمت‌الله عمرزی د پنجاب کینګز استازیتوب وکړ. نوموړي که څه هم یوازې په درېیو لوبو کې د لوبېدو فرصت ترلاسه کړ، خو ۵۲ منډې یې جوړې کړې او درې وېکټې یې هم واخیستې.

افغان لوبغاړو د سږني آی پي اېل په سیالیو کې یو ځل بیا وښوده چې د نړۍ په کچه د کرېکټ په سترو سوداګریزو لیګونو کې د سیالۍ او ځلېدو بشپړ وړتیا لري.

د یادونې وړ ده، چې د ۲۰۲۶ کال آی پي اېل سیالۍ د مارچ په ۲۸مه پیل شوې وې او د مې تر ۳۱مې یې دوام وکړ. په دغو سیالیو کې د هند د لسو مخکښو لوبډلو ترمنځ سیالۍ ترسره شوې او د نړۍ ګڼو مشهورو کرېکټ لوبغاړو پکې ګډون درلود.