ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیره: اسرائیلو په لبنان کې د ډيپلوماسۍ فضا له منځه وړې

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرې، ایوت کوپر په لبنان کې د اسرائیلي رژیم د نظامي فعالیتونو د پای ته رسېدو غوښتنه کړې.

نوموړې پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې لبنان کې د اسرائیلو رژیم د نښتو زیاتوالی د ملکي وګړو د شهادت او بې‌ځایه کېدو، د بنسټونو د ویجاړېدو او د ډیپلوماسۍ فضا د له‌منځه تللو لامل شوی دی.

د برتیانیه د بهرنیو چارو وزیرې دغه راز له ټولو اړخونو غوښتي، چې اوربند ته درناوی وکړي او په ښه نیت سره خبرو اترو کې ګډون وکړي.