د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرې، ایوت کوپر په لبنان کې د اسرائیلي رژیم د نظامي فعالیتونو د پای ته رسېدو غوښتنه کړې.
نوموړې پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې لبنان کې د اسرائیلو رژیم د نښتو زیاتوالی د ملکي وګړو د شهادت او بېځایه کېدو، د بنسټونو د ویجاړېدو او د ډیپلوماسۍ فضا د لهمنځه تللو لامل شوی دی.
د برتیانیه د بهرنیو چارو وزیرې دغه راز له ټولو اړخونو غوښتي، چې اوربند ته درناوی وکړي او په ښه نیت سره خبرو اترو کې ګډون وکړي.

