د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رییس مولوي احمدالله وثیق د روسیې د ورزشي چارواکو په رسمي بلنه د المپیکي مېډال ګټونکو ځوانانو د هڅونې په نړیوال فورم کې ګډون کړی دی.
دغه فورم د ماشومانو د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړ شوی و، چې پکې د بېلابېلو هېوادونو ورزشي مسوولینو او استازو برخه اخیستې وه.
مولوي احمدالله وثیق په خپله وینا کې د غونډې له کوربه هېواد او تنظیموونکو مننه کړې او دغه ډول ناستې یې د ځوانانو د هڅونې، سالمې سیالۍ او ورزشي پرمختګ لپاره مهمې بللې دي.
نوموړي د افغانستان د ورزش اوسني وضعیت ته په اشارې ویلي، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته ورزش د هېواد ټولو سیمو ته رسېدلی او افغان ورزشکارانو په نړیوالو سیالیو کې نږدې ۴۰۰ مېډالونه ګټلي دي.
همدارنګه مولوي احمدالله وثیق ورزش د ملتونو او هېوادونو ترمنځ د سالمو اړیکو، تفاهم او یووالي د پیغام د لېږدولو اغېزمنه وسیله بللې او د ورته نړیوالو فورمونو د زیاتېدو غوښتنه یې کړې ده.
د سفر په ترڅ کې مولوي احمدالله وثیق د روسیې د المپیک کمېټې او ورزش وزارت له رییس او وزیر میخایل دیګتیاریوف سره هم لیدلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ورزشي همکاریو او اړیکو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

